د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
جاده میوند

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو او د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پروژې روانې چارې له نږدې وکتل شوې.

 د څارنې پر مهال د ودانۍ د داخلي رنګمالۍ او همدارنګه د برېښنا او اوبو رسولو د سیسټمونو د وسایلو او تجهیزاتو د نصب چارې روانې وې، چې ټول یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري په هر اړخیزه توګه وڅارل شول.

یاده پروژه د امارتي افغان پوست شرکت تر مدیریت لاندې پلي کېږي، او تر دې مهاله یې شاوخوا ۸۳ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

د څارنې په ترڅ کې د ساحوي انجنیرانو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.

د رغنیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیاري اصولو د رعایت او د ښاري خدمتونو د ښه والي لپاره اړینه بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت