د کابل ښار څلورمه ناحیه کې د سړک جوړولو پروژې د وضعیت ارزونه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۲۰
سرک ناحیه ۴

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ښار څلورمې ناحیې له لب‌جر ساحې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک جوړولو د پروژې وضعیت یې له نږدې وڅاره.

دغه څارنه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د یادې پروژې په تړاو شکایت و، چې د سیمې د فاضله اوبو د ایستلو لپاره کانال نشته دی او باید ترتیب ورته برابر شي.

د نظارت په جریان کې یاده ساحه له نږدې وکتل شوه، د پروژې اړوند نقشې د مسؤلینو څخه ترلاسه شوې او د موضوع په اړه لومړني معلومات راټول شول، څو موضوع د اړوندو ادارو له لارې له مسؤلو مراجعو سره شریکه شي.

د ښار جوړولو د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د سړکونو د جوړولو په مهال باید د فاضله اوبو د ایستلو لپاره مناسبه ویاله یا کانال په پام کې ونیول شي، څو د راتلونکو ستونزو او د استوګنې سیمو د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي ډول تائید او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د میدان وردګ د ترمینل پروژې له روانو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۹/۲۵

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ۱۷ مې ناحیې اړوند د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت او څرنګوالي په اړه ساحې ته سفر او ارزونه وکړه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت