د فاریاب ولایت د میمنه ښاروالۍ الحاقيې ودانۍ چارې د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شوې
۱۴۴۷/۹/۲۵
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي ټیم د میمنې ښاروالۍ د الحاقيې ودانۍ د جوړولو چارې له نږدې وڅارلې.
دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
د لیدنې په مهال معلومه شوه، چې د پروژې لومړي پوړ کانکرېټ اچول روان دي او ټول ترسره شوي کارونه د منظور شوې نقشې، ځانګړو تخنیکي پلانونو او انجینري معیارونو سره سم دي.
د څارنې په بهیر کې د پروژې د کیفیت، د کار د پرمختګ، او د ودانیزو اصولو رعایت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې ټول پاتې کارونه هم د ټاکل شوې نقشې او انجینرۍ معیارونو مطابق ترسره کړي.
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست ټینګار کوي، چې د ښار د پرمختګ او د ښاري ودانیو د معیارونو د رعایت لپاره به د دې ډول پروژو څارنه دوام ولري او ټول کارونه به د منظور شوې نقشې او انجینري اصولو مطابق بشپړ شي.
