محترم محمد جواد پیکار: بامیان د تاریخي او فرهنګي اصالت په ساتلو سره په یوه ستره عایداتي سرچینه بدلېدای شي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۵۹
Bamyan - بامیان

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د بامیان له والي محترم محمد طاهر زهیر سره په خپل کار ځای کې ولیدل او په بامیان کې يې دغه وزارت پورې اړوندو پروژو په اړه تفصیلي خبرې اترې وکړې.

د کتنې په پیل کې د بامیان والي په دغه ولایت کې د غیررسمي ښاري سیمو د ثبت برنامې له بریالي تطبیق او د بامیان انکشافي ماسټر پلان وروستي کېدو له امله د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر له نوښت او پاملرنې څخه مننه وکړه.

نوموړي په ورته وخت کې په بامیان ښار کې د شهیدانو کورنیو لپاره د بابا او ګنبتک ښارګوټو لپاره د ځمکو انتقال، د جر خشک په نوم د ښارګوټي لپاره د ځمکې تصفیې او انتقال، د بامیان پوهنتون او د اتفاق په نوم د ښارګوټي لپاره د ځمکې او د هوايي ډګر د ځمکې تصفیې غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وويل چې په بامیان کې د بابا، جرخشک او ګنبتګ ښارګوټو لپاره د ځمکو انتقال وړاندیز پخوا کابینې ته شوی و، خو کابینې يې بيا د جوړولو لپاره د بامیان تاریخي او فرهنګي اصالت ته په پام لارښوونه وکړه، څو اوسنۍ محدوده ښاري بڼه خپله نه کړي.

محترم محمد جواد پیکار د بامیان له والي وغوښتل چې د بامیان ولایت او د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان دې دغه وزارت ته ډاډ ورکړي چې د یادو ښارګوټو په جوړولو سره د بامیان تاریخي او فرهنګي اصالت ته زیان نه رسیږي، څو د هغو د نظریاتو مطابق د ځمکو انتقال په تړاو په کابینې کې پرېکړه وشي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همد رانګه د بامیان هوايي ډګر او د بامیان پوهنتون او اتفاق ښارګوټي د ځمکو تفکیک او د مالکیت حق تثبیت په پار د جمهوري ریاست عالي مقام حکم پر اساس یاد ولایت ته د تصفیې د پلاوي د لېږلو لارښوونه هم وکړه.

محترم محمد جواد پیکار د خبرو په دوام څرګنده کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو شمېر تاریخي جاذبې لرونکو ولایتونو ته د نړیوالو سېلانیانو د ماتولو او له هغو د عایداتي سرچینو په توګه د استفادې طرحې لري. نوموړي بامیان هم یو له همدغو ولایتونو یاد کړ.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د پراختیايي پروژو د تطبیق دوام د بامیان او د هغه تاریخي ابدې بڼې ته زیان رسولای شي او زياته يې کړه، د بامیان اوسنۍ ښاري محدوده دې د واضح لرلید په رڼا کې وساتل شي چې په دې صورت کې د نوي ښار د جوړولو اړتیا پېښیږي.

محترم محمد جواد پیکار وویل، دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د سیمه‌ییز او مرکزي حکومت په کچه دې د سلا مشورو لړۍ پیل شي، څو مثبتې پایلې ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت