په خاشرود ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۸/۰۷
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د خاشرود ولسوالۍ د کوتلک منار پر عمومي سړک د مسجد شریف له روانې ودانیزې پروژې څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال د قراردادي شرکت د چارو ارزونه وشوه او د پروژې د معیاري تطبیق په موخه ورته لازمې تخنیکي او انجنیرۍ سپارښتنې وړاندې شوې.
د ارزونې له مخې، دا مهال د جومات د ودانۍ اړوند چارې په منظم ډول روانې دي، چې پکې د کانکریټ دوامداره ساتنه، د ښځینه جومات د کوچني دېوال قالب بندي او د سیپتیک څاه اړوند تخنیکي کارونه شامل دي.
د مسؤلینو په وینا، د پروژې فزیکي پرمختګ د قناعت وړ دی او د کیفیت د تضمین لپاره به د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري دوامداره څارنه ترسره کېږي، تر څو پروژه د منظور شوو معیارونو او پلانونو له مخې بشپړه شي.
