د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې بشپړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۴۵
سروبي

۱۴۴۸/۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ايس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده سروې، د سروې او جي‌ای‌ايس ریاست د کاري پلان له مخې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانۍ د ساحې اړوند 1000 متر مربع ځمکه په تخنیکي او معیاري ډول سروې او اندازه شوه.

د دې سروې موخه، د سیمې د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول، د ښاري پلانونو د ترتیب لپاره د لازمې زمینې برابرول، د ځمکو د مساحتونو تثبیت او د راتلونکو پراختیایي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د کره معلوماتو چمتو کول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌ايس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو کاري پلانونو له مخې د توپوګرافۍ سروې او تخنیکي ارزونې چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت