د فراه ولایت په مرکز کې د زوریا کلي د استنادي دېوال د جوړولو د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۶
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زوریا کلي، د استنادي دېوال د جوړولو پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د نظارت پر مهال د پروژې اړوند بېلابېل ودانیز فعالیتونه روان وو، چې پکې د تهداب سنګ کاري، د کرسي سنګ کاري، هنگافکاري او پرکاري شامل وو.
د نوموړي په خبره، د تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال یو شمېر تخنیکي ستونزې هم ثبت شوې، چې پکې د غیرمعیاري موادو کارول، د پرکارۍ پر مهال د تپککارۍ نشتوالی، په ځینو برخو کې د سنګونو بې نما کارول، او د ټیټ کیفیت سنګونو انتقال شامل ول، چې یاد غیرمعیاري سنګونه د تخنیکي ټيم له لوري رد شول.
د زوریا کلي د استنادي دېوال پروژه د کلیو د پراختیا د محترم وزارت لهخوا تمویلېږي او موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمې ساتنه، د خلکو د استوګنځایونو خوندیتوب او د عامه زیربناوو پیاوړتیا ده.
