نهرسراج ولسوالۍ کې د نوي بشپړ روغتیايي کلینیک له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۲:۰
نهرسراج هلمند ولایت

۱۴۴۷/۶/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د یو بشپړ روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه په هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوه، چې په کې د UNHCR په مالي لګښت د جوړېدونکي کلینیک چارې و ارزول شوې.

یاد کلینیک په نهرسراج ولسوالۍ کې د یخچال ساحې اړوند سیمه کې جوړېږي چې د مسؤلینو په خبره د جوړولو چارې یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.

یاد کلینیک به د هلمند ولایت د عامې روغتیا محترم ریاست تر ادارې لاندې فعالیت کوي او د سیمه ییزو خلکو لپاره به د روغتیایي خدماتو یو مهم مرکز وي.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم ویلي کله یې چې له یادې پروژې لیدنه کوله په پروژه کې عملاً د ودانۍ د خونې رنګول، د الماریو نصب او د ودانۍ او د ساحې عمومي صفایي چارې روانې وې.

په وروستیو کې، د څارنې ټیم له لوري د شرکت مسؤل انجینر ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې شوې دي.

د پروژې مسؤلین هیله لري چې د کارونو له بشپړېدو سره به سیمه د معیاري او ښه روغتیايي خدمتونو له یو نوي مرکز څخه برخمنه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۱۷
Background image

بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي پراختیا او د نمرو وېش چټک شوی؛ سلګونه کورنۍ  خپلو مېنو ته ورستنېږي

۱۴۴۷/۶/۲۰

په بلخ ولایت کې هغو راستانه شوو کورنیو ته چې له کلونو وروسته د دایمي استوګن ځای په تمه وې، د هیلې نوې دروازې پرانیستل شوي دي.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۴۲
Background image

له کډوالۍ تر خپل کورۍ: کندز کې سلګونو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۶/۲۰

په کندز ولایت کې هغو کورنیو ته چې له مهاجرت راستانه شوي او له کلونو انتظار او ستونزو وروسته د خپل دایمي استوګن ځای غوښتونکي دي، ښه ورځ را رسېدلې ده.

د اسکان دایمي کمېټې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۶/۲۰

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت، د خپلو فعالیتونو په بهیر کې دا ځل په لغمان ولایت کې عملاً راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت