په قره ‌باغ ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک د جوړېدو خط‌ اچونه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۵
قره باغ غزنی

۱۴۴۷/۴/۱

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د قره‌باغ ولسوالۍ د جنګلک کلي په سیمه کې د روغتیایي کلینیک د جوړېدو خط‌ اچونه ترسره کړه.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولې بلال متقي وایي، یاد کلینیک د عامې روغتیا ریاست د وړاندیز او د کور او ښار جوړولو ریاست د منظور شویو احکامو له مخې طرحه او خط اچونه یې تر سره وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولنیزو خدمتونو په موخه د روغتیايي، تعلیمي او عام المنفعه پروژو د عملي کولو چارې پر مخ وړي. د روغتیایي کلینیکونو جوړول د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته به لومړنۍ روغتیايي خدمتونه په اسانۍ برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت