په بلخ کې ۲۰ جریبه شخصي ځمکه تصفیه شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تازه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په چمتال کلي ۲۰ جریبه شخصي ځمکه تصفیه کړه.
د یادې ځمکې د تصفیې موخه، له دولتي ځمکو څخه د شخصي ځمکو تفکیک کول دی څو په چمتال ولسوالۍ کې د بنګاله بند د جوړولو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه ۱ میلیون و ۲۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې له شخصي ځمکو تفکیک او تثبیت کړې دي څو د حکومت سترو پراختیايي او اقتصادي پروژې د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره شي.
