د نوي کابل ښار له پراختیا ورکوونکو سره غونډه وشوه او په مهمو موضوعاتو خبرې وشوې
۱۴۴۷/۳/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو او استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د وزارت له لوري د نوي کابل ښار په تړاو د ترسره شوو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول او په راتلونکې یې خبرې وشوې.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، پراختیا ورکوونکي شرکتونه باید د نوي کابل ښار د عمومي سړک په مسیر کې د رامنځته کېدونکو ځمکو استملاک چاره بشپړه کړي، ځکه چې په نږدې راتلونکي کې د سړک جوړولو چارې پیلېږي.
ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، پراختیا ورکوونکي شرکتونه باید د یوې اونۍ په اوږدو کې په ساحه کې خپل کاري ظرفیتونه معلوم او په لیکلي شکل یې وزارت ته معلومات ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، د وزارت او شرکتونو د حقوقي او تخنیکي کسانو څخه به یو ګډ هیئت جوړ کړي، چې د جوازونو او اسنادو په حقوقي او تخنیکي اړخونو بحثونه وکړي او د نیمګړتیاوو تر ختمېدا وروسته به یې عملي کړي.
ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، وزارت د نوي کابل ښار ماسټر پلان، جوړښتي یا ساختاري پلان او نورو ته بیا کتنه کړې، په ساحه کې ارزولي دي او منظورۍ ته چمتو دي، چې ورسره به ډېر ژر د سړک عملي چارې پیل شي.
دوهمه او درېیمه درجه زیربناء جوړول، میاشتنی کاري حجم معلومول، د پېرودونکو لپاره مناسب او خوندي چاپېریال برابرول او چارو ته ژمنتیا، نور هغه موارد و، چې شرکتونه یې باید عملي کېدا ته ژمن پاتې شي.
په غونډه کې، د اوکسین اریانا، خاور، طلایي ښارګوټي، عمرزي، رسول مصیر او محمدیه ښارګوټي مسؤلینو او استازو برخه اخیستې وه او خپل وړاندیزونه او نظرونه یې هم شریک کړل.
دوی د کور او ښار جوړولو وزارت له ترسره شوو اقداماتو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې خپل خپل مسؤلیتونه به په سمه توګه سرته رسوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې خپل لوري ته مسؤلیتونه ترسره کړي او د پروژې بشپړ ملاتړ وکړي.
