په خوست ولایت کې ۵ جریبه ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۱:۲۷
news

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په لړ کې، دا ځل د خوست ولایت په مرکز کې ۵ جریبه دولتي ځمکه انتقال کړه.

دا سپینه دولتي ځمکه، د ښځو چارو وزارت په غوښتنه په دې ولایت کې د ښځو لپاره د یو پارک د جوړولو په موخه انتقال شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په چټکتیا سره، بنسټیزو او ټولګټو پروژو د ښه تطبیق لپاره زمینه سازي کوي او په دې برخه کې یې لوړ ګامونه وچت کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري

۱۴۴۸/۴/۱۸

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګ د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت