د غزني ښار استراتیژیک، اصلاحی، تعدیلي او انکشافي پلان ښاروالۍ ته وسپارل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۴۵
غزني

۱۴۴۷/۲/۲۰

د غزني ښار استراتیژیک، اصلاحی، تعدیلي او انکشافي پلان، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري طرح، ترتیب او نهایي شوی و، د تطبیق لپاره د غزني ولایت ښاروالۍ ته وسپارل شو.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، یاد پلانونه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې چې په کې د غزني ولایت محترم مرستیال حافظ عبدالرشید عمري، محترم ښاروال مولوي محمد نبي حمزه او اړوندو ادارو استازو ګډون درلود د ښاروالۍ محترمو استازو ته وسپارل شول.

د نوموړي په خبره، په دغه مراسمو کې، محترم حافظ عبدالرشید عمري د یادو پلانونو پر ارزښت، د غزني ښار په پرمختګ کې د هغوی پر اهمیت او د منظم ښاري پراختیا لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

همداراز، محترم مولوي بلال متقي څرګنده کړه چې دا پلانونه د وزارت د انجنیرانو او متخصصینو له لوري د تخنیکي ارزونو او ګډ کار له مخې ترتیب شوي، او دا د غزني ښار د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام ګڼل کېږي.

محترم مولوي محمد نبي حمزه د غزني ښاروال، هم د دغو پلانونو له سپارلو څخه هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ښار د انکشافي پلان له مخې به جدي هڅې وکړي.

په دې مراسمو کې د یادو پلانونو تخنیکي او تخصصي توضیحات د تخنیکي ټیم لخوا د یوې پریزنټیشن له لارې وړاندې کړل شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري پلانونه په معیاري بڼه ترتیب او چمتو کوي او د تطبیق لپاره اړوندو ښاروالیو ته سپاري، همدارنګه د تطبیق بهیر ته په جدي توګه څارنه کوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې 12 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

په کندوز کې د شمال ختیځ زون د کور او ښار جوړولو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۴/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت او د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالولي ارکاني په لارښوونه، د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

BACK TO NEWS