په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
استالف ولسوالۍ

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ښاري نظم او اصولو د پیاوړتیا په موخه د خلکو لپاره پراخ عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، یاد پروګرام د استالف ولسوالۍ له اوسېدونکو، قومي مشرانو، ځوانانو، دیني عالمانو او د ساحې د متنفذینو په حضور کې ترسره شو، چې پکې د ښاري سرغړونو زیانونه، د ښاري پراختیا قانوني اصول، او د منظمو جوړښتونو اهمیت په تفصیل سره تشریح شول.

د نوموړي په خبره،  د کور او ښار جوړولو وزارت چمتو دی چې د قانوني نقشه‌جوړولو، تخنیکي مشورو، او منظمو ودانیو په برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د ښاري تخلفاتو د ریاست مسوولینو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ریاست به د ټول هېواد په کچه د قانون حاکمیت، ښاري نظم، او منظم پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د پکتیکا په یحی خېل ولسوالۍ کې د سړو خونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS