د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
د کور او ښار جوړولو وزارت

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د یاد شرکت له غړو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د وزارت د یو شمېر متخصصینو او ریاستونو استازو ګډون کړی و، د تمکین شرکت رئیس د هغو ستراتیژیکو پروژو او بریاوو په اړه معلومات وړاندې کړل چې دوی په نورو هېوادونو کې تطبیق کړې دي، نوموړي څرګنده کړه چې شرکت ‌یې لېوالتیا لري د نوي کابل ښار په بنسټیزو او سطحي جوړښتونو کې پانګونه وکړي.

دوی وړاندیز وکړ چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې شرکت ته زمینه برابره کړي، څو د نږدې یو میلیون متره مربع ځمکې پر سر یو عصري ښارګوټی جوړ کړي چې د نړیوالو معیارونو سره سم وي، او د دې پروژې عملي چارې به په یوه کال کې بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو د تمکین شرکت د وړاندیزونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې پروژې ارزونه به د اصولو او ملي ګټو پر بنسټ تر سره شي. د یادولو ده، د نوي کابل ښار پروژه د هېواد له مهمو ملي او پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې تطبیق به ‌یې د ښار جوړولو، اقتصادي پراختیا او د ژوندانه د معیاري شرایطو برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د مسجد شریف د جوړولو تخنیکي اسناد بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر تر چتر لاندې د برنامو د انسجام ریاست مسئولین وايي چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت