په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
وزارت شهر سازی

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا آریانا" ساختماني او سړک جوړولو شرکت له رئیس، انجنیر محمد ایوب سروري او د نوی کابل ښار د پروژې د یو شمېر د ځمکو له مالکینو‌سره ولیدل.

په دې ناسته کې، انجنیر سروري وویل چې دوی له زون پایتخت سره د پخوانۍ ادارې په موده کې د "نوی کابل ښار" لپاره د لوړمنزلو استوګنیزو ودانیو د جوړولو تړون لاسلیک کړی، خو اوس د یوه بل ساختماني شرکت سره د ځمکې پر سر ستونزې لري.

همداراز، یو تن د ځمکې ‌له مالکینو هم شکایت وکړ چې ځینې شرکتونه، چې د دوی پر ځمکه د استوګنیزو کورونو جوړولو تړون لري، خپلو ژمنو ته ژمن نه دي پاتې شوي.

سرپرست وزیر، محترم نعماني، وویل چې ډېر ژر به دواړه ښکېل شرکتونه اوکسینا آریانا او مقابل لوری  وزارت ته راوغوښتل شي، تر څو د ستونزو د لا غور، ارزونې او حل زمینه برابره شي.

هغه د ځمکې مالکینو ته وویل، د حقوقي ستونزو د حل لپاره اړوند ادارو ته مراجعه وکړئ، څو دا مسئلې قانوني او عادلانه حل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS