د کونړ ولايت د اداري کمپلکس پروژې لپاره د ځمکې سروې پيل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۳۵
News

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د چټکو، اسانه او شفافو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د دې ولايت د اداري کمپلکس د جوړولو لپاره سروې پيل کړه.

ټاکل شوې د دې اداري کمپلکس لپاره د مرورې ولسوالۍ په لاهور سيمه کې ۱۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې شي چې د دولتي ادارو د دويم واحد په توګه به ۵۵ ودانۍ ولري.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به د حکومت سکتوري بنسټونو تر منځ د همغږۍ کچه پراخه، دولتي کارکوونکو ته به مناسب چاپېريال برابر او خلکو ته به په اسانه او شفاف ډول خدمات وړاندې شي.    

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري

۱۴۴۸/۴/۱۸

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګ د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت