فراه کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه څار ترسره شو

۱۴۴۶/۱۰/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې فراه ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال په لارښوونه او همکارۍ د ښار په پنځمه ناحیه کې څار وکړ.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، په پنځمه ناحیه کې هغه کورونه چې په خپلسرې توګه او له منل شوې نقشې پرته جوړېدل، چارې یې وځنډول شوې.
محترم مولوي نصرالله استقلال وایي، د کورونو مالکانو ته لارښوونه وشوه چې، خپلې چارې دې د تخلفاتو د مخنیوي د طرزالعمل له مخې سرته ورسوي او له خپلسریو دې ډډه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه فعال او اغېزمن ټیمونه رامنځته کړي، تر څو له ښاري بې نظمیو مخنیوی وکړي.