پکتیکا کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو ترمنځ خدماتي ساحه خوندي شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۱:۱۶
پکتیکا

۱۴۴۶/۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د پکتیکا د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد په هدایت یې اړوند ټیم د پکتیکا د مرکز ښرنې په خیبر بازار کې د نویو جوړېدونکو دوه سوداګریزو مارکېټونو په منځ کې خدماتې ساحه حفظ کړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د سوداګریزو مارکېټونو مالک له لوري د سیخ لرونکي کانکرېټي فرش او دېوال سربیره، د لومړي پوړ د بیمونو سیخان د دوه مارکیټونو د یو ځای کېدو پهٔ موخه پرېښودل شوي وو.

نوموړی وایي، د مرکز ښرنې په تفصیلي پلان کې د یادو دوه سوداګریزو مارکېټونو په منځ کې د شپږ (6) متره په اندازه، خدماتي ساحه په پام کې نیول شوې وه چې، دوی خوندي کړه.

هغه وایي، پکتیکا کې د کور او ښار جوړلوو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد د دواړو مارکېټونو مالک ته وویل چې، خپلې ټولې چارې د قانون سره سم ترسره کړي او له هر ډول خپلسره کړنو څخه ډډه وکړي.

ښاغلي مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دغې موضوع په اړه یې د مرکز ښرنې د ښاروالۍ محترم ریاست ته د (۳۶۳/۶۰۱) ګڼه لیک په ذریعه خبر ورکړ.

نوموړی وایي، د مرکز ښرنې ښاروالۍ باید د یادو مارکیټونو ترمنځ پلان شوې ساحه کې ګول سیخونه چې د لومړي پوړ په بیمونو کې پرېښودل شوي او د نقشې خلاف دي، پرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت