د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول
۱۴۴۸/۴/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه لاسلیک او منظور شول.
د یاد صنعتي پارک تفصیلي پلان تر دې وړاندې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترتیب او منظور شوی و، چې د همدغه تفصیلي پلان پر بنسټ اوس د پارک د اړینو زیربناوو لپاره جلا تخنیکي پلانونه ترتیب او د وزارت د رهبرۍ له لوري منظور شول.
یاد زیربنایي پلانونه د صنعتي پارک د منظمې پراختیا، د بنسټیزو زیربناوو د معیاري طرحې او د اړینو خدماتو د منظمې برابرونې په موخه د تخنیکي معیارونو او اړتیاوو له مخې ترتیب شوي دي، چې د پلي کېدو له لارې به یې د پارک د راتلونکو پراختیايي او ساختماني چارو لپاره لازم تخنیکي چوکاټ برابر شي.
په منظور شوو زیربنایي پلانونو کې د سړک جوړولو پلان، د ۰.۴ او ۲۰ کیلوولټه برېښنا د شبکې پلان، د سړکونو د روښانتیا پلان، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون پلان، د سطحي اوبو د ایستلو پلان ، د اوبو لګولو پلان او د فاضلابو اوبو د تصفیې پلان شامل دي.
د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې د صنعتي پارکونو لپاره د تفصیلي او زیربنایي پلانونو پرلهپسې ترتیب او منظوري، د هېواد د صنعتي پراختیا لپاره د معیاري ښاري او زیربنایي زمینې د برابرولو او د منظمې پلان جوړونې په برخه کې د دغه وزارت د هڅو څرګندونه کوي.
