غزني کې د مهاجرینو لپاره دوهم ښارګوټی سروې شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۲۱
ghazni

۱۴۴۶/۰۶/۲۰

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت سره او د سروې او جي ای ایس ریاست په همکارۍ یې دغه ولایت کې د مهاجرینو لپاره دوهم ښارګوټی هم سروې کړ.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، یاد ښارګوټی د غزني په شیخ عبدالسلام سیمه کې موقعیت لري، چې دوی یې د توپوګرافي سروې له چارو لیدنه او څارنه وکړه.

نوموړی وایي، له دغې سروې یې موخه دا ده، چې د یاد ښارګوټي لپاره منظم تفصیلي پلان ترتیب او پلي شي.

دوی وایي، غزني کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي سروې او تفصیلي پلان ترتیبولو چاره به په دغه ولایت کې د منظمې ښاري پراختیا لپاره اغېزمن ګام وي او دغه راز به د مکسن کمښت ستونزه تر یو بریده راکمه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د بې سرپناه کورنیو لپاره په کور دننه د مناسبې سرپناه زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت