کونړ ولایت کې د کرنیزو ساحو پر خوندیتوب ټینګار وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۳۸
kunar

۱۴۴۶/۰۶/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي تیم یې په کونړ ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو د محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه په هدایت د ښاري سرغړونو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم یې په یاد ولایت کې له بېلا بېلو ځایونو لیدنه او څارنه وکړه او د هغه ودانیو مخنیوی یې وکړ، چې د پلان خلاف یې چارې روانې وې.

نوموړی وایي، د مسؤل ټیم له لوري د یادو ودانیو مالکینو ته لارښوونې وشوې، چې ودانیزې چارې دې په ټپه ودروي او له کرنیزې ساحې دې د استوګنیزې لپاره ګته نه پورته کوي.

په کرینزو ساحو کې کورونه جوړول او له هغې استوګنیزه ګټه پورته کول د قانون خلاف عمل دی، چې باید خلک ترې ډده وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت