د کور او ښار جوړولو وزیر د عطاء خیریه بنسټ له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۷
picture

۱۴۴۶/۰۳/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل دفتر کې د عطاء خیریه بنسټ له مشر او نورو همکارانو سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د عطاء خیریه بنسټ هوډ لري چې په نوي کابل ښار کې یو ستر معیاري روغتون جوړ او په خیریه توګه یې خدمات ترسره کړي.

د یاد روغتون په اړه هم یادونه وشوه چې راغلي ترکي انجنیران به د روغتون لپاره ټولې د مهندسۍ، انجینرۍ، برېښنا، اکسیجن او نورې نقشې او چارې وګوري او د کور او ښار جوړولو وزارت له انجنیرانو او د عطاء خیریه بنسټ له استازو سره به یې په تړاو خبرې وکړي چې په ګډه به بشپړ راپور د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، د روغتونونو لپاره د طبي وسایلو د پلوراو ودانیزو چارو په اړه به د ا.ا.ا د ریاسة الوزراء محترم عالي مقام د مالي او اداري محترم مرستیال سره خبرې وکړي او د جمهوریت او عطاء خیریه بنسټ روغتونونو په تړاو به خبره وروستۍ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت