په پروان ولایت کې د سړک له پروژې څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۲:۲۹
paRWAN

۱۴۴۶/۴/۱۸

د پروان ولایت د امام ابوحنیفه ښار په دریمه او څلورمه ناحیه کې د کوڅو د جوړونې له پروژې څارنه تر سره شوه.

د دې ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وایي، یاده پروژه (۲) کیلو مټره ده، چې دمکړۍ یې د کانکریټ اچونې، د ویالو سنګ کاري او نورې ودانیزې چارې روانې وې چې له چارو یې څارنه تر سره شوه.

ښاغلي انجنیر حنیف وویل، د دې ریاست انجنیرانو په ورته وخت کې د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په سرخ سنګ کلي کې د فلزي پل له ودانیزو چارو څارنه وکړه، چې د پل د دیوالونو چارې بشپړې شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت