د نیله باغ هستوکنیز ښار ګوټي د عملي چارو د وضعیت لیدنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۷
.

۱۴۴۶/۲/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د نیله باغ هستوګنيزې پروژې د عملي چارو له وضعیت لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د نیله باغ پروژې مسؤل انجنیر عبدالوهاب صدیقي او د وزارت نورو تخنیکي او مسلکي کار کوونکو یې ملتیا کوله، ښاغلي مرستیال د نیله باغ ښارګوټي بېلا بېلې برخې له نږدې و کتلې او د یادې پروژې مسؤلینو او انجنیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او د امنیت په برخه کې یې بهرنیو انجنیرانو او کار کونکو ته پوره ډاډه ور کړ.
ښاغلي خروټي زیاته کړه، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د پرمختګ کارونه د قناعت وړ دي او مسؤلین یې و هڅول تر څو د یادې پروژې د بشپړېدو چارې لا ګړندۍ کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي او خصوصي پروژو څخه لیدنه کوي، تر څو کارونه یې د نقشې مطابق او په معیار برابرې سرته و رسیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت