د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د ابن سینا مؤسسې له استازي سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۳:۴۴
.

۱۴۴۶/۰۲/۰۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د ابن سینا مؤسسې له محترم استازي میرویس پوپل او مل هیئت سره وکتل.
لومړی د ابن سینا مؤسسې استازي ښاغلي میرویس پوپل د خپلې مؤسسې د فعالیتونو په تړاو یادونه وکړه او بیا یې غوښتنه وکړه، چې تمه لري د کور او ښار جوړولو له وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ښاغلي پوپل وویل، په پام کې لري چې افغانستان کې د سترو پروژو په تړاو په متحد عرب امارتو کې یو کنفرانس چمتو کړي چې د نورو پروژو ترڅنګ به د نوي کابل ښار په تړاو هم د پآنګونې د جلب او جذب په موخه تبلیغات وکړي.
نوموړي وویل، موخه یې دا ده چې څنګه کېدای شي د نوي کابل ښار پروژو لپاره د بهرنیو پانګوالو پاملرنه جلب کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني؛ د ابن سینا مؤسسې دغسې هڅې وستایلې چې غواړي افغانستان کې د سترو پروژو او په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار لپاره د بهرنیو پانګوالو پاملرنه جلب کړي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، ترتیب شوی هوکړه لیک به لومړی د وزارت د پالیسۍ او پلان محترم ریاست له لوري په دققه توګه مطالعه شي او بیا به له هغې وروسته د امکان په صورت کې لاسلیک شي.
د کور او ښار جوړلوو وزارت هڅې پیل کړي چې د دخلي پانګوالو ترڅنګ بهرني پانګوال هم په نوي کابل ښار پروژه کې د پانګونې لپاره وهڅوي، چې ملاتړ یې هم کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت