سرپل ولایت کې غیر پلانې ودې او پراختیا ستونزې رامنځته کړي، چې د حل لپاره یې اقدام وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۱:۴۱
سرپل

۱۴۴۶/۰۱/۱۶

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، د دغه ولایت د محترمې ښاروالۍ سره په ګډه یې له خلکو سره مشورتي ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي محمد نور نوراني وایي، په ناسته کې یې ګدونوالو ته وویل، په دغه ښار کې غیر پلانې او خپل سرې وده او پراختیا لامل شوې، چې غیر متوازن پرمختګ رامنځته شي، ګڼه ګوڼه زیاته شي، د ښاري ترافیکو ځنډ او بندښت رامنځته شي، چاپېریال ککړ شي، او ګڼ شمېر نورې ستونزې وزېږوي.

نوموړی وایي، خلکو ته یې د ښاري نظم او پراختیا په اړه توصیې وکړې او پوه یې کړل چې ټولې چارې دې د پلان سره سمې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښارونو کې هڅې پیل کړي چې وده او پراختیا د پلان مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت