فراه کې له اتلس مورده ښاري پلاني تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۳:۳۹
picture

۱۴۴۵/۱۲/۱۶
فراه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال وایي، د دغه ریاست اړوند له ښاري تخلفاتو د مخنیوي تیم په ملتیا یې په یاد ولایت کې د اتلس (۱۸) خپل سرو کورونو له جوړولو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي استقلال وایي، د فراه ښار اتمې (۸) ناحیې په پلاني سیمو کې (۱۸) اتلس خپل سري او د پلان خلاف کورونه جوړېدل چې دوی یې مخنیوی وکړ.
نوموړی وایي، د ریاست اړوند انجنیرانو یې د یادو کورونو مالکینو ته یادونه وکړه، چې باید خپل کورونه د پلان او نقشې مطابق جوړ او ګټه ترې پورته کړي.
د هغه په خبره، اوسمهال د یادو کورونو د نقشو د ویزه کولو پروسه روانه ده چې تر تائیدۍ وروسته به د ودانولو اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت