د قرقین ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۰/۲۷
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د قرقین ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي فیضان وویل، د جوزجان ولایت د محترم والي په لارښوونه یې انجنیري ټيم د قرقین ولسوالۍ د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې، تر څو د پروژې چارې د شرطپاڼې مطابق مخته لاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو یې چارې په مسلکي او انجنیري معیارونو برابرې سرته ورسیږي.
