د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د یونسکو د فرهنګي برخې له مسؤل سره وکتل

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۶:۲
unisco-meeting

۱۴۴۴/۱۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د یونسکو سازمان د فرهنګي برخې له مسؤل محترم برینډا کسار او مل هیئت سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د وزارت او یونسکو سازمان د فرهنګي برخې ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت، د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو پر ساتنې بحث وشو.

محترم سرپرست وزیر، د یونسکو د فرهنګي برخې مسؤل اوملګرو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، افغانستان د ډېرو تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو درلودونکی دی چې دا تاریخي ابدات او میراثونه ساتنې او پالنې ته اړتیا لري.

دغه راز محترم وزیر وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو، فرهنګي میراثونو، او تاریخي ښارونو د رغونې او ترمیم په موخه د دې وزارت په اډانه کې ځانګړی ریاست لري چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وویل، د دې وزارت مسؤلین او متخصصین د تاریخي ښارونو د بیا رغونې او ساتنې په موخه له اړوندو ادارو سره پلانونه ترتیبوي، چې ګټور ثابت شوي دي.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د یونسکو د فرهنګي برخې له مسؤل وغوښتل چې د پلانونو په ترتیب او د تاریخي ابداتو په رغونه او ساتنه کې له دوی سره همغږي او همکاري لا زیاته کړي.

په ناسته کې، افغانستان کې د یونسکو د فرهنګي برخې مسؤل محترم برینډا کسار وویل، افغانستان کې ډېر تاریخي ابدات او فرهنګي میراثونه شتون لري، چې نړیوالو ته ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي په کابل، هرات، بلخ او نورو ولایتونو کې د تاریخي ابداتو یادونه وکړه او په ځانګړې توګه یې د بامیان ولایت د تاریخي ابداتو ارزښت ته اشاره وکړه.

 

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت