د تخنیکي بورد نهمه ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۹:۵۷
picture

۱۴۴۴/۰۹/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني او یو شمېر رئیسانو او امرینو په شتون کې د تخنیکي بورد نهمه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې په بېلا بېلو تخنیکي، اداري او رغنیزو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه ورکړل شول.

پر سوداګریزو سیمو د هستوګنیزو سیمو تعدیل، د ښاري تخلفاتو مخنیوی، د شته سرغړونو اصلاح او ځینې نور مهم ټکي د دغې ناسته اجنډا وه.

د پېروزي هستوګنیزې پروژې د نمرو د قېمتونو پر څرنګوالي او تعین، په خوشحال خان، خواجه رواش او قصبه هستوګنیزو ښارګوټو کې اپارتمانونو ته د شمارو ورکول، نور هغه موضوعات و چې هر اړخیز بحثونه پرې وشول.

دغه راز په ناسته کې د جامع ملي پلان او (جي، ای، ایس) ریاست د دندو لایحې په اړه هم خبرې وشوې.

د ناستې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د هرې برخې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، چې د چارو په لا ښه ترسره کېدو او اغېزمنتیا کې به مهم رول ولوبوي.

 

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت