د ښاري ځانګړو نقشو لپاره د کمیسیون ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۰:۳۲
picture


۱۴۴۴/۰۶/۱۸
د ښاري ځانګړو نقشو لپاره د کمیسیون ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي په مشرۍ وشوه، چې په دې ناسته کې د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار لپاره د خلکو په غوښتنه د سوداګریزو بلاکونو، د موټرو تمځایونو، د شته کاریز او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه شریک شول.
د کمېسیون په ناسته کې د خلکو لخوا په مطرح شوو وړاندیزونو، تخنیکي او حقوقي بحث وشو او نظرونه تبادله شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال د متخصصینو او انجنیرانو لخوا د تر سره شوو کارونو ستاینه وشوه او زیاته یې کړه، چې باید د خلکو نظرونه او وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي او غوښتنو ته یې ځای ورکړل شي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې تخنیکي او مسلکي هیئت به سیمې ته ولاړ شي او ساحه به له تخنیکي او حقوقي پلوه وڅیړي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۵۱
Background image

د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان طرحه او ترتیب شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لارښوونې او د ښاري پراختیايي اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت د القان ولسوالۍ د سوداګریز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا پلان منظور شو

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ د سوداګریز بازار د پراختیا او ښاري پلان منظور شو.

یاد پلان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌اېس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ اړوند د ورسیک په سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې په بریالیتوب سره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت