د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۲۹
پروان

۱۴۴۸/۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌اېس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ اړوند د ورسیک په سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

د ترسره شوې سروې له مخې، د یاد ښارګوټي ټولیزه مساحت ۱۲۱۷ جریبه ځمکه تثبیت او اړوند تخنیکي معلومات راټول شول، چې د راتلونکو پلان جوړونې پړاوونو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د یادې سروې موخه د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي د جوړولو په موخه د تفصیلي پلان د ترتیب لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو او جغرافیایي معلوماتو برابرول دي، ترڅو د ښاري پراختیا چارې د منل شویو تخنیکي معیارونو او اصولو له مخې پرمخ ولاړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو، استوګنیزو سیمو او پراختیایي پروژو د سروې او تخنیکي مطالعاتو له لارې د منظمې ښاري پراختیا او د معیاري زیربناوو د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې په دوامداره توګه روانې ساتلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت