تمه ده چې ډېر ژر به د کابل او کندهار په ګډون د یوولس ولایتونو صنعتي پارکونو ته برښنا ورکړل شي
۱۴۴۴/۰۵/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ورسره مل پلاوي د کابل په (۱۹) مه ناحیه دهسبز سیمه کې د صنایع سبز ښارګوټي له وضعیت ارزونه وکړه.
سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې د ځینو فابریکو وضعیت له نږدې ولید او هلته د شته ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
تمه ده، چې د کابل او کندهار صنعتي پارکونو په ګډون د یوولس ولایتونو د صنعتي پارکونو لپاره دامداره برښنا چمتو شي.
دغه چاره د ملګرو ملتونو په مرسته او د اوبو او برېښنا محترم وزارت او کور او ښار جوړولو وزارت په همکارۍ او همغږۍ پر مخ وړل کېږي.
یو شمېر ترکي پانګوال چمتو شوي چې دغه برخه کې پانګونه وکړي، چې په وینا یې اوسمهال د کابل او کندهار صنعتي پارکونو لپاره بودیجه هم لري او د نورو نهه ولایتونو لپاره هم پر چمتوالي بوخت دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو هغه پانګوالو ته ځمکې ورکوي، اسانتیاوې ورته برابروي او ملاتړ یې کوي، چې غواړي د کور او ښارکوټو برخه کې پانګونه وکړي.
