په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د غیر پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وکړي.

دا تصمیم په داسې حال کې ونیول شو چې د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټی او د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود او د دغه تصمیم د بري لپاره یې د هر اړخیزو هڅو او فعالیتونو د ترسره کولو ډاډ څرګند کړ.

دا اقدام به لومړی د افغانستان په شپږو مهمو ښارونو کې عملي کېږي، چې وروسته به نور ولایتونه هم په دغه پروسه کې شامل شي.

تخار، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کابل، هغه ولایتونه دي چې باید لومړیتوب ورکړل شي، بېلا بېل اړین پلانونه ورته جوړ شي، د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته ورکړل شي، د پلان له تطبیق بشپړه څارنه وشي او په ټوله کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وشي.

په دې ښارونو کې به د ښاري پراختیا ځانګړي پلانونه جوړېږي، متخصص ټیمونه به د هر ښار په ځانګړو اړتیاوو او جغرافیې تمرکز کوي، اړوندو مراجعو ته به پلانونو له جوړېدو وروسته سپارل کېږي، د ښاروالیو، ولایتي ادارو او امنیتي ارګانونو همکاري به اړینه وي ترڅو مخنیوي اقدامات په مؤثره توګه تطبیق شي، د پلان د عملي کېدو څار به په منظمه توګه ترسره کېږي، څو له غیرقانوني ودانیو، او د ښار له عمومي نقشې څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت موخه دا ده چې ښارونه په منظم ډول پراختیا ومومي، د زیربناوو د کمښت ستونزې راکمې شي، او د خدماتو وړاندې کول اسان شي.

وزارت باور لري چې دغه اقدام به د ښاري نظم په ټینګښت، د سړکونو او زیربناوو په سم مدیریت، او د ښارونو د راتلونکي پلان شوې ودې لپاره لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت