د کرکټ د نړیوال لوبغالي د ځمکې ارزونه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۵:۳۳
انځور

1444/04/18

د کابل ښار په الوخیلو سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي ارزونه د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ او کرکټ بورډ د با صلاحیته استازو په شتون کې ارزونه وشوه.

د ا.ا.ا د کابینې د 1444/03/27 د 3 بند د مصوبې د 12 شمیرې په منظورۍ یاده ناسته جوړه شوه چې د کابل ښاروالۍ  د کرکټ بورډ اداره د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ موظف شوه تر څو په کابل کې د الوخیلو په سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي ځمکه ارزیابي کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د کرکټ د نړیوال لوبغالي د ځمکې د تخنیکي او حقوقي برخو باندې بحث او نظرونه تبادله شول او اړوندو ادارو خپل نظرونه وړاندې کړل.

د کرکټ بورډ ادارې ته هدایت وشو تر څو خپل د اړتیاو مطابق خپل دلایل راتلونکې جلسه کې وړاندې کړي تر څو نهایي پایله د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت