د هېوادوالو بلاکونو د مالکانو او د یو شمېر نورو هېوادوالو ستونزې وارېدل شوې

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۴:۴۷
تصویر

۱۴۴۴/۰۱/۲۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني  د کابل ښار په اتمه ناحیه رحمن مېنه کې د هېوادوال بلاکونو د مالکانو او د یو شمېر نورو هېوادوالو ستونزې واورېدې او د حل لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ناسته کې لومړی د هېوادوال هستوګنیز بلاکونو مالکانو د چارو پیل، دوام او پای او دغه راز د ترمیم په اړه معلومات وړاندې کړل او د شته ستونزو د حل په موخه یې د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د ستونزو له اورېدو وروسته د وزارت اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادوال هستوګنیز بلاکونو له مالکانو دې یوه اندازه پیسې له مخکې واخیستل شي او د یادو بلاکونو ترمیم دې پیل شي.

دغه راز د نورو هېوادوالو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د حل برخه کې یې اړوندو مراجعو ته سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت