د ارزان بیه کورونو د جوړولو پر طرحه خبرې وشوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۵:۲۴
picture

۱۴۴۴/۱/۱۶

د ښار جوړولو او ځمکو محترم چارسمبالی وزیر مولوي حمدالله نعماني د پوهنتون د یو شمیر استادانو سره وکتل او پر دې یې بحث وکړ چې څنګه کېدای شي په کم لګښت مناسب کورونه جوړ شي.

په یاده ناسته کې د پوهنتون استاد محترم کاظمي د خپله جوړه کړې طرحه د ښار جوړولو او ځمکو چارسمبالي وزیر ته وړاندې کړه او وې ویل، کولی شي په چټکۍ او کم لګښت سره داسې کورونه جوړ کړي چې غوره کیفیت او لوړ مقاومت ولري.

دغه راز په یاده ناسته کې پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د خلکو اقتصادي، ټولنیز وضعیت او فرهنګي ژوند ته په کتو سر پناه جوړه شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم چارسمبالي وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، د ټولو هغو طرحو او برنامو ملاتړ کوي، چې بې سرپناه هېوادوالو ته مناسبه سر پناه برابروي.

نوموړي زیاته کړه، چې یوه کمېټه دې جوړه شي تر څو د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د مسکن په برخه کې بېلا بېلې طرحې جوړې کړي، چې په افغانستان کې د بې سرپناهۍ ستونزه حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت