په کورونو کې د سیمه ییزو موادو څخه ګټه اخیستل و ارزول شول
۱۴۴۴/۰۱/۰۲
د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني او د وزارت نورو مسلکي مسؤلینو په یوه ناسته کې د محترم ډاکتر هدایت الله یزداني سره، د کورونو جوړولو برخه کې د سیمه ییزو یا محلي موادو څخه د ګتې اخیستنې مثبتې او منفي اغېزې و ارزولې.
په دغه ناسته کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن چارو رییس محترم سید عثمان سادات او د املاک او اسکان رییس محترم نوید احمد افندي هم ګډون کړی وو، ډاکتر هدایت الله یزداني په یاده برخه کې چمتو کړی پرزنټېشن او تجربې شریکې کړې او پر هغه لارو چارو خبرې او نظریات تبادله شول چې څنګه امکان لري د کورونو په جوړولو کې د محلي یا سیمه ییزو موادو څخه ګته واخیستل شي.
باور دا دی چې د کورونو په جوړولو کې د سیمه ییزو موادو څخه د کار اخیستلو ګتې ارزانه، پر وخت، د یخنۍ او ګرمۍ مناسب او د چاپېریال په ګټه تمامېږي.
د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، په یو شمېر ولایتونو کې زلزله ځپلي او سیلاب ځپلي بېړنیو مرستو او د سرپناه شتون ته اړتیا لري، تر څو په ارزانه بیه او پر وخت ورته د مناسبې سرپناه زمینه برابره شي.
د ارزونې په دغه ناسته کې تصمیم ونیول شو، چې د وزارت تخنیکي همکاران به د محترم ډاکتر هدایت الله یزداني سره په ګډه په هغه لارو چارو غور او نظریات تبادله کړي، چې له مخې یې وکولی شو په کم وخت او لږ قېمت خلکو ته سرپناه برابره کړو.
