پېروزي ښارګوټي کې د رهایشي نمرو د تسلیمۍ پروسه پیل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۲:۵۵
dfhjdrt

۱۴۴۳/۱۰/۲۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي کې هغه کسانو ته د هستوګنو نمرو د تسلیمۍ بهیر پیل کړ چې قسطونه یې په بشپړه توګه ورکړي دي.

پېروزي پروژه د کابل په ده سبز کې موقعیت لري چې په شپږ فازونو کې د ژوند ټولو اسانتیاوو او امکاناتو ته په کتو د پیاوړو او تجربه لرونکو انجنیرانو لخوا جوړه شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د لارښوونې پر اساس په یاد ښارګوټي کې د هستوګنیزو نمرو د تسلیمۍ بهیر پیل شو.

تر دې دمه شاوخوا (۳۵) هغه کسانو ته چې ټول قسطونه یې ورکړي دي، خپلې نمرې تسلیم شوي او دغه لړۍ دوام لري.

پېروزي ښارګوټي کې مسجدونه، روغتیایي کلېنیکونه، ښوونځي، پوهنتونونه، سوداګریز مرکزونه، تفریحي پارکونه او شنې ساحې، دودیزې او فرهنګي مجتمع، لوبغالي، کانالېزاسیون، د اوبو رسولو شبکې، ترانسپورت، مخابرات او تکنالوجي، برېښنا او نور د ټولګټو چارو ځایونه او امکانات په پام کې نیول شوي دي.

خلکو ته د کار کولو زمینه برابرول، خلکو ته سرپناه برابرول، د کابل اوسني ښار څخه د نفوسو کموالی، د سالم چاپېریال رامنځته کول، د کورونو او مسکن برخو کې د نرخونو ټیټول او د صنعتي ساحو رامنځته کول چې ورسره به هر اړخیز اقتصاد وده وکړي، د دغه هستوګنیزې پروژې د رامنځته کولو اساسي موخې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت