ښار جوړولو او ځمکو وزارت داسې پانګونې ته زمینه برابروي چې عواید لوړ او خلک زیانمن نه شي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۳:۳
gfd

۱۴۴۳/۰۹/۰۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې له ځینو ولایتونو راغلو کسانو سره وکتل او پر بېلا بېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه کسانو کې له کندز راغلو پانګوالو یادونه وکړه چې غواړي د کندز ولایت په مرکز کې یوه په نوي ډیزاین او له ماسټر پلان سره سم زېرزمینې او په کې ۱۴۵۰ هټۍ جوړې کړي چې لفتونه او بېلا بېلې ښځینه او نارینه زینې به هم ولري او امارت ته به یې عواید هم ورشي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته په خطاب کې وویل، چې غواړي داسې متوازنې پراختیا او پانګونې ته زمینه برابره کړي چې ملي عواید زیات او خلکو ته د کار زمینې د برابرولو ترڅنګ هغوی زیانمن نه شي.

ښاغلي مولوي حمد الله نعماني هغه لارو چارو او تګلارو ته اشاره وکړه چې څنګه کېدای شي له مخې یې پانګوال او امارت خپلو موخو ته ورسېږي او یو باثباته اقتصادي افغانستان رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت