د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال له یو شمېر رییسانو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۵:۵۹
image

۱۴۰۱/۰۱/۰۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین صاحب په خپل کاري دفتر کې له اداري، تدارکاتو، بشري سرچینو، ټکنالوجۍ او مالي ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې بحثونه وکړل.

لومړی د یادو ریاستونو مسؤلینو هر یو د خپل ریاست اړوند کاري استقامت او لاسته راوړنې له ښاغلي حافظ صاحب سره شریکې کړې او ورپسې یې د خپلو ریاستونو اړوند ستونزې او ننګونې په ګوته کړې چې په اړه یې د حل غوښتنې وکړې.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مرستیال د شته ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید په وزارت کې له کاغذپرانۍ مخنیوی وشي، د خلکو ستونزې پر وخت حل شي، کار اهل کار ته وسپارل شي، په چارو کې شفافیت موجود وي او ټول دې هڅه وکړي چې چاري معیاري او په اصولو برابر مخته یوسي.

د ناستې په پای کې ټولو ژمنه وکړه چې خپلې اړوند چارې به په پوره مسؤلیت، شفافیت او صداقت پر مخ بیایي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت