د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د عدلیې وزارت د کمپلکس د مېلمستون، مسجد شریف او ادیتوریم د نقشې د تعدیلۍ چارې روانې دي

it_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۳:۳۲
w

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته د عدلیې وزارت د مېلمستون، مسجد شریف او ادیتوریم د نقشو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې کړي او لا هم دوام لري.
دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار، هرات، خوست، او پکتیا ولایتونو د د افغانستان بانک د تعمیرونو لپاره پر نقشو جوړولو کار روان کړی او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مهندسۍ او لنډسکېپ ریاست هڅې پیل کړي چې ژر تر ژره دغه چارې هم بشپړې کړي.
ټاکل شوې چې د مهندسۍ او لنډ سکېپ ریاست د علومو اکاډمۍ ادارې د ګلونو خونې، څېړنیز فارم او د کتابتون د تعمیر طرحه او ډیزاین باندې هم کار وکړي او دغه راز د هرات ولایت د طب پوهنځي د تعمیر طرحه او ډیزاین هم په پام کې نیول شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت