په لوګر ولایت کې ۲۵۶۸ جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده شوه

it_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۵۴
ghasb-zamin

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لوګر ریاست له تحول او د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تر دې دمه شاوخوا ۲۵۶۸ جریبه دولتي ځمکه بیرته راوګرځوله.

دغه اندازه ځمکه چې ۲۰۰ جریبه یې د لوګر په ده مغلان سیمه کې، ۵۴ جریبه ځمکه یې د همدې ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په دهو ګمران سیمه کې، ۱ اعشاریه ۵ جریبه نوره یې د محمد اغې ولسوالۍ په نیازي کلي کې، ۱۸۲۸ جریبه ځمکه د التمور سیمه کې، ۱۰ جریبه ځمکه د لوګر مرکز عمراباد سیمه کې او دغه راز ۴۷۴ جریبه نوره ځمکه بیا د لوګر په ویدخ سیمه کې د غاصبینو له منګولو ازاده او بیرته د دولت تر کنترول لاندې شوه.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت دولتي ځمکې له شخصي ځمکو تفکیک او جدا کوي ترڅو ښاري پراختیا او ټولګټې پروژې پلې شي او دغه برخه کې تصفیه کاري هم کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت