د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د قبالو برخې له مسؤلینو سره وکتل
په دغه لیدنه کې د یادې ادارې د فعالیت او څرنګوالي په اړه بحث وشو.
لومړی د قبالو برخې مسؤلینو د خپلې ادارې د تشکیلاتي کمښت، دفترونو، بودیجې کمښت او نورو امکاناتو د برابرولو په اړه خبرې وکړې چې له امله یې د دوی چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د قبالو پرمختللی سیستم مهم یاد کړ او د چارو په لا پرمختګ او چټکتیا یې ټینګار وکړ.
وزیر وویل، د یاد سیستم له مخې، خلکو ته د قبالو د وېش بهیر چتک، اسان او په کم وخت کې ترسره کېږي چې د درغلۍ مخنیوی هم په کې کېږي.
د قبالو د وېش دغه بهیر سره پروسانه لنډه او ساده کېږي چې د کاغذپرانۍ مخنیوی کوي.
ښاغلي نعماني د قبالو د وېش مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هرات سربېره په نورو ولایتونو کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
په پرمختللي سیستم د قبالو د وېش بهیر په هرات کې چټک دی او په نږدې راتلونکي کې به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.
په دغه ناسته کې پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي شته ستونزې حل او د چارو د لا چټکتیا او شفافیت لپاره کار وشي.
