د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رهبري هيات غونډه ولمانځل شوه

it_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۱۱:۶
minister-and-employees-session

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د رهبري هيات غونډه ولمانځل شوه د وزارت د ټولو ادارو رئیسانو او مسوولینو پکې ګډون کړی او د کاري فعالیتونو او د شته ستونزو د حل په اړه یې خبرې اتري وکړې.

په دې کتنه کې لومړۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو څانګو رئیسانو او مسوولینو د خپلو دندو، کاري فعالیتونو، لاسته راوړنو او همدارنګه د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د رئیسانو او مسوولینو څخه د دوي د فعالیتونو او مسوولیتونو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو څخه د مننې ترڅنګ د شته ستونزو په حل ټيڼګار وکړ او د ټٶلو مسوٶلينو څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې او مسوولیتونه په ښه ټوګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت