په فاریاب  کې څه باندې  ۱۸۱ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۹:۴۶
 فاریاب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د فاریاب   ولایت اړوند سیمو په ۲۰۰  قطعو کې  ۱۸۱  زره او  ۲۹۵   جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۱۷۲۰۰۱  جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۹۲۹۴   جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې 15 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

په کندوز کې د شمال ختیځ زون د کور او ښار جوړولو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۴/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت او د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالولي ارکاني په لارښوونه، د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

BACK TO NEWS