په لغمان کې د یوې ښځینه لیلې د رغولو چارې روانې دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۰:۴۲
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت  په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د  ښځینه دارالعلوم لیلې د رغولو چارې ۷۵ سلنه بشپړې کړې دي.

دا ودانۍ پر ۴۷۵ متر مربع مساحت ځمکه،  په دوو پوړونو کې د ۱۶ مېلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پراختیايي بودجې له‌خوا رغول کېږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت  د هېواد په کچه د جوماتونو، روغتیايي کلینیکونو، دولتي ادارو، لوبغالو، کتابتونونو ، موزیم، وړکتونونو او ښوونیزو او روزنیزو ودانیو د رغولو په برخه کې د پام وړ کار کړی او د ټولګټو ودانیو  رغونه د دې وزارت په لومړیتوب کې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د منظورۍ او د کابل ښار د منظمې پراختیا د ستراتیژۍ له مخې، د کابل ښار د سپینو ساحو له ډلې د اتمې ناحیې د رحمن مېنې د تپې ساحې جامع تخنیکي او ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په سمنګان ولايت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د سمنګان ولايت د تخنیکي او مسلکي ټيم لخوا د دې ولایت د اطلاعاتو اوکلتور رياست په انګړ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه،

دا مهال د مسجد شریف د پایوو کانکريټ اچونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په زرنج ښار کې د ښاري پلانونو او سړکونو د ساحو سروي او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

د ښاري پراختيا د ستراتیژیک پلان له مخې او د وزارت د کلني پلان اهدافو د تحقق په موخه، د نیمروز ولايت د کور او ښار جوړولو ریاست، د ښاروالۍ د رياست په بشپړه همکارۍ، د ښار اړوند. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت