دایکنډی کې څه باندې ۱۳۴ زره حریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې دولتي ځمکو بانک برنامې د پلې کېدو په مهال د دایکنډی ولایت اړوندو سېمو په ۲۸۵ قطعو کې ۱۳۴۴۸۸ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۳۲۶۸۰ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۰۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، په هېواد کې ۶ مېلیونه ۶۲۸ زره او ۱۶۴ جریبه ځمکه او دولتي ملکیتونه چې په ۶۸۰۲ قطعي کېږي، سروې او ثبت کړی او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 ورځې 12 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

په کندوز کې د شمال ختیځ زون د کور او ښار جوړولو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۴۴۷/۰۴/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت او د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالولي ارکاني په لارښوونه، د شمال ختیځ زون (کندوز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په فراه ښار کې د سړک د غاړې د ویالو د جوړیدو چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو  ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو د غاړې د ویالو د جوړولو چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۱:۶
Background image

په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۴/۴

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د. . .

BACK TO NEWS