په بامیان کې ۱۹۴۵۷۵ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۹:۵۲
بامیان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په بامیان ولایت کې ۱۹۴۵۷۵ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

له دې شمېر څخه، 115926 جریبه سپینه دولتي او پاتې 78649 جریبه ځمکه د دولت تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په زابل کې د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د مرکز اړوند د مجید زابلي ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې، چې ۱۰۳۸ جریبه ځمکه رانغاړي، بشپړې کړې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۱
Background image

په پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین ټاکلو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د سړک د سنټرلاین د ټاکلو او خط‌ اچونې چارې، د ستراتیژیک پلان له مخې، پیل کړې.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت